معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکيې د پوهنې بنسټ افغانستان کې ښوونیز مرکزونه پراخوي

د ترکيې د پوهنې بنسټ افغانستان کې ښوونیز مرکزونه پراخوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي غړی نوزات شیمشک چې کابل ته راغلی وایي، بنسټ یې هڅه کوي په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ډېری فعالیتونه یې په اسلامي هېوادونو کې دي او تمرکز یې د زده کړو زمینې پر برابرولو دی.

نوموړی ټینګار کوي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په څو لرې پرتو ولایتونو کې هم ښوونځي او زده کړو مرکزونه پرانیزي.

هغه زیاتوي چې د بنسټ د فعالیتونو موخه یې په افغان ټولنه کې د نویو زده کړو برابرول دي.

بل لور ته یو شمېر ښوونکي وايي، ترکیه کولی شي له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې ښه همکاري وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس