معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د راتلونکې شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

 په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس