معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو پلاوي په تورخم کمپ کې له افغان مسوولینو سره د مرستو پر تنظیم خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو پلاوي په تورخم کمپ کې له افغان مسوولینو سره د مرستو پر تنظیم خبرې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):

د ملګرو ملتونو پلاوي په تورخم کمپ کې له افغان مسوولینو سره د کډوالو لپاره د مرستو پر تنظیم خبرې وکړې

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په تورخم عمري کمپ کې د ننګرهار مرستیال والي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال سره د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو تنظیم او ټولولو په موخه ناسته وشوه.

دې ناسته کې د بېرته راستنېدونکو افغانانو دوهم پړاو پیلېدو اړوند کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو او مرستو پر برابرولو خبرې وشوې.

ناسته کې د مرستیال والي په مشرۍ د بهرنیو چارو رییس او د تورخم کمیسار د شته ستونزو او مسایلو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره خبرې وکړې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال دغه ناسته کې ژمنه وکړه، چې راستنېدونکو افغانانو سره د هر اړخیزو مرستو تنظیم لپاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې مرسته کوونکي سازمانونه او هېوادونه به د لا زیاتې مرستې او لاسنیوي په موخه وهڅوي.

تورخم عمري کمپ کې په داسې مهال د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د لوړ رتبه پلاوي ترمنځ ناسته کیږي، چې دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت له لوري د کډوالو دوهمې څپې د پیلولو تر خبرداري وروسته یو وار بیا د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې ډېرښت راغلی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس