معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفکر شیخ عبد المجيد الزنداني وفات شو

د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفکر شیخ عبد المجيد الزنداني وفات شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفکر مجاهد، شیخ عبد المجيد الزنداني له نړۍ وکوچېد.

د خبر پر بنسټ د نوموړي زوی پر اېکس رسنۍ د خپل پلار د مړینې تأیید کړی دی.

شيخ الزنداني د يمن هېواد و، چې افغانستان ته یې هم څو ځله سفرونه کړي وو.

د شیخ الزنداني کورنۍ غړو او دوستانو رسنیو ته ویلي، چې نوموړي په جهاد او دعوت دواړو ډګرونو کې بې ساري قربانۍ ورکړې.

د اسلامي نړۍ دې نامتو عالم په افغانستان کې د احزابو ترمنځ په داخلي جګړو کې د یووالي په پار منځګړيتوب هم کړی و.

نوموړی د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر په ترکیې هېواد کې، چې هلته یې د تبعید ژوند کاوه، وفات شو.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس