معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د اسعد آباد ښار داخلي سړکونه د جوړونې پر مهال د درغلیو له امله نا سم جوړ شوي دي

د اسعد آباد ښار داخلي سړکونه د جوړونې پر مهال د درغلیو له امله نا سم جوړ شوي دي

د اسعد آباد ښار داخلي سړکونه د جوړونې پر مهال د درغلیو له امله نا سم جوړ شوي دي
راپور: سپین غر
د ګهیځ موندنې ښيي چې په اسعد اباد ښار کې داخلي سړکونه له جوړېدو وروسته، بېرته ژر له منځه ځي او ځينې سرچينې وايي چې اداري فساد، د دې ستونزې عمده لاملونه دي.
د اسعد آباد ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ ددې ښار داخلي عمومي سړکونه نژدې ۲۵ کیلو مترو ته رسېږي چې نږدې هر کال یي په ترمیم یو زیاته اندازه پیسې لګیږي.
دا چې ولې دغه سړکونه دومره ژر تخريب کېږي،په اړه يې د دغې برخې کار پوره انجینیر حضرت بلال سياح وايي: “د ښار د زياتو برخو اوبه ندي ويستل شوې، که د روانو اوبو لاره خلاصه ده، نو د باران اوبو لاره نشته او هغه په سړک کې ډنډ کېږي.”
نوموړی زیاتوي چې ددې تخریب بل دلیل دا هم دی چې دا سړکونه شرکتونو ته په قرارداد ورکول کېږي، او دا شرکتونه اکثره مسلکي کارکوونکي نه لري او له همدې امله د پخوا جوړو شویو سړکونو سره د دوی له خوا د جوړو شویو سړکونو پرتله نشي کېدای.
د سړک جوړونې يو بل انجینیر چې د مسلم خان په نامه ځان را پېژني ورته نظر لري او زیاتوي چې اوبه د سړکونو د بیا تخریب یو عامل کېدای شي، خو دده په خبره بله ستونزه داده چې دلته په ښه کیفیت کار نه کېږي.”
ښاغلی مسلم دا هم وایي چي له بده مرغه د سړکونو او ټول ښار ساحه تنګه ده چې له امله یې د سړک ترميم پروسې ته کافي وخت نه ورکول کېږي او تر ترمیم سمدستي وروسته کار ترې کار اخیستل کېږي.
ښاغلی مسلم د دغو سړکونو د ترميم په ډيزاين هم نيوکه کوي او وایي چې ډیزاین یې مسلکي نه وي.
د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ غړی صادق الله سيار هم مني چې د دغو سړکونو ترميم په بشپړ کيفيت نه تر سره کېږي، خو دی بیا وایي چې دا سړکونه په لومړي سر کې په ښه کيفيت ندي جوړ شوي.
ښاغلی سیار د ښاروالۍ د بودیجې له کمبود نه هم سرټکوي خو ددې سره سره مني چې شرکتونو ته پوره او د معياري کار پېسې ورکول کېږي، ځکه هم د سړکونو ترمیم په سم او با کیفیته بڼه نه ترسره کېږي.
بل خوا د کونړ زيات شمېر موټر چلوونکي هم د ښار له کنډ او کپر سړکونو څخه تر پوزې راغلي او هم ستر لامل یې په مسلکي ډول د دغو سړکونو نه جوړېدل ګڼي.
د فضل واحد په نامه يو تن موټر چلوونکی وايي:”دغه کنډو کپرو موږ ته ډېره ستونزه جوړه کړې، موږ ښه په طبيعت روان وو چې يو درز شي او موټر مو کندې ته ولويږي، لدې سره موټر مو عوارض کوي، دا کندې د ښاروالۍد دروازې مخې ته هم شته خو مسؤولينو پرې سترګې پټې کړې او په سم ډول يې نه جوړوي چې دايمي کار ورکړي.”
بل خوا د اسعد آباد ښاروال جواز باز ساپی هم تر ډېره دا ستونزې مني او زياتوي چې په تېر ۱۳۹۹ لمريز کال کې د (۷۰۰) متر مربع سړکونو داغ ګيري شوې چې ټوليز لګښت يې (۶۶۷۰۰۰) شپږ لکه اووه شپيته زره افغانۍ وو.
ښاروال وایي چې دا پروژه یې د دواطلبۍ له لارې شرکت ته ورکړل شوې او هڅه شوې چې په شفافيت او ښه کيفيت
هغه ژمنه کوي چې په راتلونکي کې به د ترميم ترڅنګ د ټولو پروژو دقيق څارنه او نظارت کوي. د اسعد آباد ښاروال په وېنا ددې ښار سړکونه ډېر تخريب شوي او دا تخريب د سروې له مخې د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس