معماری
خانه / ګهیځ / د آسیا ملتونو جام فوټسال لوبو کې افغان لوبډله دوهم پړاو ته ووتله

د آسیا ملتونو جام فوټسال لوبو کې افغان لوبډله دوهم پړاو ته ووتله

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهيځ نیوز د خبر له مخې د آسیا ملتونو جام فوټسال سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې د ګروپي سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او دوهم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان او بحرین ترمنځ لوبه چې پرون دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغانستان د سنجر، رضا حسین پور او مهران غلامي د ګولونو پر مټ بحرین ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به په منځلوبه کې د تاجکستان پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

د مسؤولینو په وینا که چېرته افغان لوبډله دا لوبه هم وګټي، نو د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پیدا کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال آسیایي سیالیو منځلوبو ته لار پیدا کوي.

د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې له ایران ماتې خوړلې وه، کوېټ سره یې سیالي مساوي کړې وه او بحرین ته یې ماتې ورکړه.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس