معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / خاص کونړ کې د میاشتې زرګونه ټنه نفرایټ ډبرې په غیر قانوني ډول استخراج کېږي، چې لاسته راغلی عاید یې د زورواکو جېبونو ته ځي

خاص کونړ کې د میاشتې زرګونه ټنه نفرایټ ډبرې په غیر قانوني ډول استخراج کېږي، چې لاسته راغلی عاید یې د زورواکو جېبونو ته ځي

خاص کونړ کې د میاشتې زرګونه ټنه نفرایټ ډبرې په غیر قانوني ډول استخراج کېږي، چې لاسته راغلی عاید یې د زورواکو جېبونو ته ځي
راپور: سپين غر
د کانونو او پټروليم وزارت لخوا په خپور شوي جدول کې ښکاري چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کانونو له شاوخوا (۷۴۸) ساحو څخه نږدې (۲۸۳) ساحې د حکومت له وسله والو مخالفينو، (۲۸۱) ساحې له حکومت او پاتې نورې ساحې د زورواکو په واک کې دي. د دغه وزارت د وینا پر بنسټ یاد معلومات يې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ لمريز کلونو تر پایه پورې راټول کړي دي.
کونړ چې د هېواد نورو ولايتونو په پرتله غرنی دی، په لرې پرتو سيمو کې د معلوماتو له مخې په (۱۲۷) هغه ساحې چې قيمتي ډبرې لري، زورواکي پرې واکمن او په غیرې قانوني ډول استخراج کېږي.
زموږ د معلوماتو له مخې د لاجوردو، بېروجو، زمرودو او نورو قيمتي کاڼو کانونه زيات د کونړ په پېچ درې، سيند درې او نورو سيمو کې شتون لري چې همدا اوس هم د حکومت له حاکمو سيمو پرته نورو سيمو کې يې غیرې قانوني کېندنه روانه ده.
کونړ چې د هېواد په ختيځ کې پروت ولايت دی، نږدې اتیا سلنه خاوره يې پر غرونو باندې پوښلې، د دغو غرونو په سينو کې د قيمتي بېلابېلو ډبرو ستر – ستر کانونه شتون لري.
د قيمتي بېلابېلو کاڼو له منځه يو هم نفرايټ او کرومايټ ډبرې دي چې د کونړ ولايت خاص کونړ ولسوالۍ کې د لرې پرتې سيمې اولۍ درې او هاخوا د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په لمنو کې په پراخه کچه کانونه شتون لري.
د معلوماتو له مخې نفرايټ د کرومايټو په پرتله خورا ارزښتمن دي، همدا لامل دی چې اوس د نفرايټو ډبرو کانونه په خورا چټکۍ په دې ولايت کې په غیرې قانوني ډول استخراجيږي.
د دغې برخې د کارپوهانو په وینا افغانستان کې د نفرايټو يو ټن له دوه زره ډالرو نيولې آن تر څلوېښت زره ډالرو پورې پلورل کېږي، چې په بهر کې بيا دا قيمت څو برابره نور هم لوړ دی. کارپوهان زياتوي، دغه ډبره په سينګار توکو او د بودايي مذهب والا یې د بوتانو او نورو شيانو په جوړلو کې ترې کار اخلي.
د کونړ کانونو رياست کې يوې سرچينې د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل:
((د کونړ ولايت خاص کونړ ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې چې د موټرونو لار ورته نه شته او پلی مزل ورته له شپږو نیولې تر اتو ساعتونو پورې دی، يو یې نسبي ناامنه او د سترو غرو لرونکې سيمه ده، چې يو سر يې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سره نښتی. په کونړ او هم هاخوا د ګوشتې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د نفرايټ ډبرو غیرې قانوني استخراج روان دی، چې زياته برخه په کې د سيمې زورواکو ده او هم په کې شايد يوه اندازه برخه وسلوالو ته هم ورکول کيږي.))
خو بلخوا د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو عالي شورا استازی عبدالرحمن خېرخواه وايي:
((دغو سيمو کې نسبي امنيت شته. حکومت امنيتي پوستې جوړې کړي، خو له یادو کانونو حکومت څلورویشت ساعته نظارت نه شي کولای. د اولۍ دره، چنچڼ، شينکی، ولۍ کلی او نورې هغه سيمې دي، چې د دغو قیمتي ډبرو کانونه په کې شتون لري.))
خېرخواه د تېرو څو وختونو په اړه وايي:
((يو تن په سيمه یيزو ارګانونو کې وو. شلګری تخلص يې کاوه. د نوم په اړه یې معلومات راته نشته، خو دومره زور یې درلود چې هره ورځ به يې استخراج کاوه او لارې – سرکونه به يې هم وهل. بيا د هغې وخت حکومت يې مخه د سيمه یيزې حکومتولۍ پرمټ په دې ډول ونيوله، چې په کانونو يې نښې وکړې، ځايونه يې مهرلاک کړل او ځايي خلکو نه يې د ساتلو ژمنه او تعهد واخېست.))
خو د ګهیځ یوې پټې سرچینې بیا په دې اړه داسې وویل:
((که څه هم کله – کله د کانونو د ادارې له لوري د دغو کانونو نظارت کېږي، خو دلته یاد کسان خپل خلک لري.کله چې دوی له مرکز اسعداباد نه حرکت وکړي، نو کان کنستونکي خبر شوي وي او ساحه یې پاکه کړې وي، خو ښکاري داسې چې په لنډ وخت کې يې کار بس شوی. دغې ادارې څو ځل عمليات وکړل، خو پایله یې لنډ مهاله او د تل لپاره نه وي؛ ځکه وروسته بیا هم استخراج هماغسې د پخوا په څېر روان وي.))
دا چې مرکزي حکومت او سيمه یيز حکومت يې د مخنيوي په اړه څه کړي؟
په اړه يې زموږ دغه سرچينه وايي:
((موږ څو ځل له مرکزي حکومت او امنيت شورا سره دا موضوع شريکه کړه. که څه هم مرکزي حکومت جديت ښيي، خو د کونړ سيمه یيزه حکومتداري يې مخه نه نيسي.))
د سيمې يو بل تن اوسېدونکی چې په راپور کې یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، وويل:
((دا چې په هېواد کې ناامني ده او فساد دی، نو له همدې امله حکومت د هېواد په زياتو سيمو حاکميت نه لري، چې يو هم د خاص کونړ ولسوالۍ د اولۍ درې سيمه ده. دلته د غیر مسؤوله وسلوالو په همکارۍ د نفرايټو قيمتي ډبرو استخراج روان دی، چې په مياشت کې نږدې له لس ميلیونو نیولې تر پنځلس ميلیونو افغانيو پورې نفرايټ ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کيږي.))
بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دغه ادعاء نه مني، چې ګواکې د دوی وسلوال دې د ډبرو په استخراج کې لاس ولري، خو ولې دا تایيدوي چې د سيمې خلک يې په استخراج او انتقال کې لاس لري.
د ده په خبره دوی یې ځکه مخنيوی نه کوي، چې په وینا يې جنګي وضعيت دی او خلک هم ګڼ مجبوريتونه لري، نو له همدې امله د دغې چارې مخه نیول ستونزمن دي.
دکانونو وزارت د معلوماتو له مخې (۲۸٪)سلنه کاني ساحو معدني مواد د هېواد بهر پلورل کېږي او عمدتاً پاکستان ته لېږدول کيږي.
د راپورونو له مخې د امريکا د ځمکې پېژندنې سازمان(USGS)سروې له مخې د افغانستان طبيعي زېرمو ارزښت په اټکلي ډول تر يو تريليون ډالرو رسېږي چې دغه سلنه کې د افغانستان دېرشت سلنه طبيعي زېرمې شاملې دي. د سوېډن، برېتانيا، شوروي اتحاد د ګډې سروې او هغه وروستۍ سروې چې د (USGS) له خوا ترسره شوې، دغه معلومات ترې ترلاسه شوي دي.
په دغه طبيعي شتمنۍ کې اوسپنه او له اوسپنې پرته زېرمې لکه: ليتيوم، ستراتژيک منرالونه، يورانيم، امبيوم او نور شامل دي، چې د ژوندانه په بېلابېلو برخو لکه: صنعت، تکنالوژۍ، درمل جوړونې، زينت او نورو برخو کې خورا ډېر استعمالېدونکي دي.
د روانو چارو د څارونکو په باور افغانستان کې د ترېلیونه ډالرو په ارزښت د قیمتي ډبرو او جواهرو د قاچاق لوی لامل روانه تپل شوې جګړه ده، چې په وینا یې که د جګړې مخه ونه نیول شي، د وخت په تېرېدو سره به دغه د ترېلیونه ډالرو په ارزښت تر ځمکې لاندې شته کانونه پرته له دې چې هېواد او وګړو ته یې ګټه ورسېږي، ضایع شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس