معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغانان مړه شوي

ترکیه کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۲ افغانان مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو چارو وزارت ويلي، په ترکيه کې ۲۲ تنه افغانان د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي‌ دي.

ياد وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دغه پېښه د چناک قلعه ولايت کې رامنځته شوې ده.

د اعلاميې له مخې په کښتۍ کې ټولټال ۴۶ تنه سپاره وو، چې له دې ډلې څلور تنه افغانان ژغورل شوي او یو شمېر نور اوس هم نادرکه دي.

تراوسه نه ده معلومه چې دغه کډوال د افغانستان د کومو ولايتونو دي او دغه پېښه کله رامنځته شوې ده.

د افغان کډوالو د ډوبېدو دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په دې وروستيو کې د ترکیې په توقيف ځايونو او کمپونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس