معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، هرات کې ۲۴ زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم سرپنا نه لري

اوچا وایي، هرات کې ۲۴ زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم سرپنا نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ويلي، هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري، نه هېروي او هڅه کوي چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورونه جوړ کړي.

دغې ادارې زیاته کړې، لا هم زرګونه کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي او اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې نه لري.

اوچا ویلي شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو دریو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل.

د دې ادارې په وینا زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړي او دا بشري مرستې لا هم دوام لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس