معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا وایي، کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو لپاره اوس وخت کې پلان نه لري

امریکا وایي، کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو لپاره اوس وخت کې پلان نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نږدې راتلونکې کې په کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت پیلولو پلان نه لري.

د خبر پر بنسټ، د یاد وزارت مرستیال ویاند وېدانټ پټېل ویلي، چې د سرپرست حکومت د چارواکو په ګډون له ګڼو افغانانو سره د افغانستان دننه او بهر تعامل کې دي، خو ښوونځیو ته د نجونو ورګرځېدا د دې تعامل تر ټولو اړینه برخه ده.

پټېل ویلي، چې هېواد یې لا هم پر سرپرست حکومت فشار راوړي، څو د ښځو برخه کې هغه فرمانونه بېرته واخلي چې د هغوی ژوند په ګډون د اړېکو نرمښت اغېزمنوي.

هغه زیاته کړې چې له سرپرست حکومت سره عادي اړېکې د ټولو افغانانو حقونو ته پر درناوي مشروطې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس