معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا وایي، له اندېښنو سره_سره دوی ته له افغانستانه کوم ګواښ نشته

امریکا وایي، له اندېښنو سره_سره دوی ته له افغانستانه کوم ګواښ نشته

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې،
په افغانستان کې د نجونو، مېرمنو او په ټوله کې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د اوسني افغان حکومت د خبرو او عمل ترمنځ لوی واټن موجود دی.
د نوموړي په خبره اوسني افغان چارواکي هغه څه چې وايي، نه یې شي کولی او یا هم نه غواړي چې عملی یې کړي.
بلېنکن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتو یو ځل بیا دفاع کړې ده او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه له افغانستانه امریکا او نړۍ ته کوم جدي ګواښ نشته، خو په خبره یې که کوم ګواښ ولیدل شي دوی به بیا ځل پرې برید وکړي او شته ګواښ به له منځه یوسي.
د نوموړي دغه څرګندونو په اړه تر اوسه افغان لوري خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو په تېر کې یې د خپل حکومتولۍ له چوکاټه دفاع کړې وه او ویلي و،.چې د خپلې خاوره د دفاع په موخه بیا هم هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس