معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا وایي، افغان حکومت سره به اړیکې د دوی د ژمنو تر عملي کېدو پورې مشروط وي

امریکا وایي، افغان حکومت سره به اړیکې د دوی د ژمنو تر عملي کېدو پورې مشروط وي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو چې دوی په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.
په تازه غبرګون کې امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس ویلي، دوی د افغانستان نویو واکمنانو ته په ډاګه ویلي چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، خو پرایس ټینګار کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغان حکومت کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلي چې دا غوښتنې پرځای کړي.
هېره دې نه وي چې دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د حدودو جاري کولو پر سر هم نړیوال قهرېدلي دي، خو د افغان حکومت چارواکو بیا د حدودو د تطبیق پر وړاندې د نړیوالو مخالفت د اسلام دین احکامو ته په کمه سترګه کتل بللي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس