معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / الماني شرکتونو د اوبو او انرژۍ برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې

الماني شرکتونو د اوبو او انرژۍ برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د اوبو معین د آلمان هېواد د راک ګرین او الفاتیک شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د همکاري په تړاو خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ، په دې کتنه کې د یادو شرکتونو مسوولینو د اوبو او انرژۍ د پروژو په برخه کې د پانګونې د جلبولو او له دغه وزارت سره د نورو تخنیکي همکاریو په ترسره کولو کې لېوالتیا ښودلې ده.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین په دغه کتنه کې د آلمان هېواد د موسساتو له پخوانیو مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دغه وزارت رهبري به د یادو شرکتونو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې له دوی سره بشپړه مرسته کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس