معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت د نړیوال بانک وروستي راپور ته غبرګون وښود

افغان حکومت د نړیوال بانک وروستي راپور ته غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې د اوسني حکومت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې ده.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې په کور دننه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیوو د ټیټوالي اساسي لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی.

اقتصادي معاونیت ویلي، د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، چې ورسره د سوداګرۍ کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نړېوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس