معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی

افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د مراجعینو شمېر د تېر په پرتله درې برابره زيات شوی دی.

یاده اداره وایي، په ټول افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیایي مرکزونو سره مرسته کوي، چې په کې په خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو درملنه کیږي.

تېر کال د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی و، چې په ټول افغانستان کې به نږدې ۸۰۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په کلینیکونو کې دا شمېر ۱،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه په لیکلي بیان کې زیاته کړې، چې وضعیت مخ په خرابېدو دی او د مرستو کمېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې په خوارځواکۍ اخته ناروغان ډېر شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس