معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د تېر کال په پرتله تنفسي ناروغي ۱۶ سلنه زیاته شوې

افغانستان کې د تېر کال په پرتله تنفسي ناروغي ۱۶ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپلې وېبپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې.ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ د ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یونېسف په خبره په سلو کې ۶۲ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې ډېره سړه هوا او ککړتیا په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ اصلي لاملونه دي.

د دې بنسټ په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وي، چې له امله یې ګن شمېر ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کیږي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس