معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو لبنان کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی

اسراییلو لبنان کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس ویلي، چې د اسراییلو بې پیلوټه الوتکې د لبنان رمیش سرحدي سيمې ته څېرمه د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی، چې په ترڅ کې یې څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې اسراییلي برید د رمیش له سرحدي ښارګوټي بهر د ملګرو ملتونو د څارونکو پر یوه موټر ترسره شوی دی.

د لبنان رسمي خبري آژانس هم ويلي چې د ملګرو ملتونو د څارونکو يوه ډله د اسراییلي اشغالګرو د هوايي بريد ښکار شوې چې له امله يې ۴ تنه ټپيان شوي چې د يو تن حالت يې نازک دی.

د اسرایيلو پوځ بيا د لبنان په رميش سيمه کې د ملګرو ملتونو د څاورنکو(UNIFIL) افرادو په نښه کول رد کړي دي.

د غزې جګړې او هلته د اسرایيلي وحشتونو پر دوام، د لبنان او اسرايیلو ترمنځ سرحدي سيمې د تنشونو، جګړو، هوايي او توغنديزو بريدونو شاهده ده، چې له امله يې ډېر کله دواړو خواوو ته مرګ – ژوبله هم اوښتې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس