معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلو ایران کې پر یو شمېر سایټونو راکیټي بریدونه کړي

اسراییلو ایران کې پر یو شمېر سایټونو راکیټي بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اسراییلو په یو شمېر ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي دي.

یادو امریکایي چارواکو ویلي، چې له دغو بریدونو څخه د اسراییلو هدف د ایران اټومي او غیر نظامي تأسیسات نه دي.

بلخوا ایراني مهر خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د دې بریدونو له کبله ځینې پروازونه هم ځنډېدلي دي.

فارس خبري اژانس هم ویلي، چې د اصفهان په شمال غرب شکاري اردو پوځي اډه کې د دریو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ABC نیوز هم خبر ورکړی، چې اسراییلو په عراق او سوریه کې هم په یو شمېر اهدافو بریدونه کړي دي.

اسراییلو دغه بریدونه د ایران د تېرې یکشنبې ورځې بریدونو په ځواب کې شوي، چې ایران له وړاندې د اسراییلو له لوري ځوابي برید په کولو د بیا سخت غبرګون ښودلو خبردارۍ ورکړی وو.

د ایران او اسراییلو ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې، چې اسراییلي لوري په سوریه کې د ایران قونسلګري په نښه کړه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس