معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ ‏په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شوه

‏ ‏په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شوه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) یادې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم ور بلل شوی دی.
امیرخان متقي پرون د دغې غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره هم کتلي وو.
‏په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل، چې د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه.
‏د بلخي په وینا، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو ته، چې له افغانستان څخه تیريږي، چمتو والی لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې وزارت به یې د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ ټولې هڅې په لار واچوي.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ هم ورغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به یې په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به دافغانستان پر سیاسي، اقتصادي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس