معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏ ‏پاکستان ته د افغان ملي دفاع وزارت خبرداری؛ ورته چارې ته دې نه اړیستل کېږي

‏ ‏پاکستان ته د افغان ملي دفاع وزارت خبرداری؛ ورته چارې ته دې نه اړیستل کېږي

ګهيځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۹ او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان ملي دفاع وزارت پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي او توپچي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی دې بالمثل عمل ته نه اړیستل کېږي.
وزارت وايي، هېڅ هېواد دې افغانان نه ازمویي او افغانان دې نه اړ باسي چې بالمثل عمل ترسره کړي.
د وزارت په وینا، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې چې د هېڅ تېري کوونکي او اشغالګر خلاف بې ځوابه نه دی پاتې شوي او تل د خپلې خاورې، خلکو او هېواد نه ساتنه کوي.
دوه ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو پر سرحدي ولایتونو خوست او کونړ هوايي او توپچي بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰ ولسي خلک په کې ووژل شول.
خوست هغه کلی په نښه شوی و، چې اوسېدونکي یې له شمالي وزیریستان څخه د جګړو له امله را کډه شوي وګړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس