معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏ نن په تهران کې افغان او ايراني صنعت کاران ناسته کوي

‏ نن په تهران کې افغان او ايراني صنعت کاران ناسته کوي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د افغانستان د صنعتي پارکونو ټولنه وايي، یو شمېر صنعت کاران نن په ایران کې د دې هېواد له صنعت کارانو سره ناسته لري.
د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافي ویلي، په یاده ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي ستونزې، له ایران نه افغانستان ته د خامو موادو صادرول او دغه شان د صنعت په برخه کې د نورو فرصتونو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه وشي.
صافي وویل، په افغانستان کې صنعت کاران اوس د خامو موادو د ترلاسه کولو او د بانکي خدماتو په برخه کې ستونزې لري، چې د هواري لپاره یې اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي.
د نوموړي په خبره، افغان صنعت کاران نه شي کولای د پخوا په څېر خپلو فابریکو ته خام مواد په اسانۍ سره له نورو هېوادونو وارد کړي.
وروسته له هغې، چې ا.ا په افغانستان بیا ځلي واکمن شو، د نورو برخو ترڅنګ افغان صنعت کاران هم له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې د دوی په وینا تر اوسه یې ستونزې نه دي حل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس