معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ سي آی اې: تمه مو نه لرله چې د جمهویت مشران دې وتښتي او پوځ وپاشل شي

‏ سي آی اې: تمه مو نه لرله چې د جمهویت مشران دې وتښتي او پوځ وپاشل شي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) ‏د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې رییس «ویلیم برنز» اسپِن امنیتي فوروم کې ویلي چې امریکا هیڅ توقع نه لرله چې د افغانستان د جمهوریتي حکومت مشران وتښتي او پوځ دې وپاشل شي.
‏برنز وایي چې «سي آی اې» په افغانستان کې د طالبانو پرمختگ او د هغوی پر وړاندې نظامي او سیاسي غبرگونونو ته په کتو ناامیده وه خو زیاتوي چې له افغانستانه په وتلو کې یې ډیر څه زده کړي دي.
‏برنز وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وخت دی افغانستان کې و او د کابل پر هوایي ډگر د داعش د برید شاهد هم و چې ۱۳ امریکایي سرتیري پکې ووژل شول.
خو نوموړی وایي چې امریکا له افغانستانه د دې هیواد د اتباعو او د «سي آی اې» افغان همکارانو په ایستلو کې بریالۍ وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس