معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ سراج الحق: په کابل کې د امریکا هوايي برید د افغانستان پر خپلواکۍ تېری او له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه ده

‏ سراج الحق: په کابل کې د امریکا هوايي برید د افغانستان پر خپلواکۍ تېری او له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه ده

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د کابل پر شېرپور سیمه د امریکا د متحده ایالتونو هوايي برید غندلی او هغه یې د نړیوالو اصولو څخه سرغړونه بللې.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي: “دافغانستان پر پلازمینې کابل د امريکايي (ډرون) الوتکو حمله په کلکه غندو ځکه چې دا حمله د یو خپلواک هیواد پر حریم ، خپلواکۍ او ملي حاکميت څرګند تیری او د ټولو بین المللی موازینو او اصولو څخه سرغړونه ده”.

د افغانستان ا.ا هم دغه برید غندلی او د نړیوالو اصولو او دوحې تړون خلاف یې بولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس