معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ روسیې هم د افغانستان د پانګې په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی

‏ روسیې هم د افغانستان د پانګې په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده.

د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکي مرګ ژوبله یې واړوله او اوس د دې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات سره مرسته وکړي، ناندرۍ رامنځ ته کوي.

زخارووا وایي د ملکي افغانانو پانګه د اصولو خلاف کنګل شوې وه او اوس د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف پر امریکايي وګړو وېشل کېږي.

تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د امریکا پر دې پرېکړه غبرګون ښوودلی دی. چین هم ویلي چې امریکا د افغانانو پانګه نه شي کنګل کولی او بیا یې په خپل سر د وېشلو حق په هېڅ صورت نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس