معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏ حکومتي چارواکو په ارزګان کې په لومړي ځل د ښار پاکولو اشر کړی

‏ حکومتي چارواکو په ارزګان کې په لومړي ځل د ښار پاکولو اشر کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې۲۵مه) په ارزګان ولایت د ښاروالۍ رياست چارواکي وايي، دغه اشر چې د بیلابیلو دولتي ادارو استازي په کې شامل دي، موخه يې خلکو ته د ښار پاک ساتلو په لپاره عامه پوهاوی ورکول دي.

د ترينکوټ ښاروالۍ ښاروال مولوي هنر وايي، دغه اشر يې «زموږ ښار، زموږ کور» تر نامه لاندې پیل کړی دی چې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د ښار ټول واټونه پاک کړي.

مولوي هنر وايي پلان لري ترڅو د ښار د ښکلا په موخه په ترينکوټ ښار کې نيالګي هم کښيږدي.
دی وايي :«نن چې موږ دغه اشر راپیل کړی دی، هدف مو خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو خلک وهڅول شي چې ښار د خپل کور په څير ګڼي او پاک ساتلو ته يې پام وکړي. له خلکو څخه غوښتنه کوو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي.»
د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور رياست يو چارواکي غلام نبي الفت د دغه اشر پر مهال وويل، د ټولو ښاريانو دنده ده چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي او ښار د خپل کور په څير وګڼي.
نوموړي وويل: «دغه پروګرام د ښاروالۍ، اطلاعات فرهنګ او نورو رياستو په ملتيا پیل شوی دی، ترڅو له يوې خوا ښار پاک کړو او له بل پلوه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو چې د ښار پاک ساتلو ته پام وکړي.»
ورته مهال خلک هم د دغه ډول پروګرام هرکلی کوي.
د ترينکوټ اوسيدونکي د ښار په پاک ساتلو کې د عامو خلکو او ښاروالۍ رياست دواړو کار مهم يادوي او زياتوي چې هر افغان ښار د خپل کور په څير ياد کړي او پاک ساتلو ته يې جدي پاملرنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس