معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏ ازبکستان له افغانستان سره د پراخو اړیکو غوښتونکی دی

‏ ازبکستان له افغانستان سره د پراخو اړیکو غوښتونکی دی

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۲۳مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف تېره ورځ ناوخته د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.
ازبک لوري ویلي دوی په دې لټه کې دي چې له افغانستان سره یې اړیکې پراخې شي او دواړه لوري وکړی شي له رامنځ ته شوي ثبات او امنیت د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګټه پورته کړي.
امیرخان متقي هم ویلي چې دوی له ټولې سیمې سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په وینا یې په داسې وضعیت کې چې د نړۍ اقتصادي او سیاسي حالت چټک بدلېدونکی دی د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځ ته کېدل اړین دي او دا مسله به د پياوړ اړیکو او همیشني پرمختګ سبب شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس