معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏‏ د اوکراین جګړ؛۲ زره افغانان پولنډ ته کډه شوي دي

‏‏ د اوکراین جګړ؛۲ زره افغانان پولنډ ته کډه شوي دي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي، شا اوخوا ۲ زره افغانان چې په اوکراین کې مېشت وو، په دغه هېواد کې د وضعیت له ترینګلتیا وروسته پولنډ ته اوښتي دي.
د افغانستان سفارت د پولنډ د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې له دغه افغانانو سره همکاري وکړي او یاد هېواد هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
افغان سفارت وایي دوی هڅه کوي چې راغلو افغانانو ته خوندي ځایونه برابر کړي او لومړنۍ مرستې ور ورسوي.
دغه راز په اوکراین د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوونې خو هلته له مېشت سوداګرو وغوښتل څو خپله پانګه خپل هېواد ته راولېږدوي.
په اوکراین کې شته افغان سوداګرو تر اوسه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس