معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏‏‏سږ کال د افغانستان زعفرانو په نړیوالو بازرونو کې ښه بیه درلوده

‏‏‏سږ کال د افغانستان زعفرانو په نړیوالو بازرونو کې ښه بیه درلوده

ګهځ: نن شنبه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، که څه هم سږکال د وچکالۍ له امله د زعفرانو حاصلات کم و، خو په نړیوالو بازارونو کې په ښه بیه پلورل شوي دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي رسنیو ته وویل، که څه هم سږکال له هرات ولایته نورو هېوادونو ته د زعفرانو صادرات کم وو، خو په خبره یې په هند، چین، مرکزي اسیا او اروپایي هېوادونو کې د تېرو نورو کلونو پرتله په څو چنده لوړه بیه پلورل شوي دي.
ښاغلی غوثي وایي، تېرو کلونو کې په نړیوال بازار کې یوه کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو افغانیو و، خو سږکال یوه کیلو زعفران تر ۱۳۰زرو افغانیو پلورل شوي دي.
د افغانستان زعفران چې سره زر هم بلل کېږي نړیوال شهرت لري او د دغه هېواد د نورو ولایتونو پرتله تر ټولو زیاته اندازه یې په هرات ولایت کې حاصلېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس