معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏‏د افغان سیاسي څېرو د راستنېدو ځانګړي کمېسیون؛ اروپایي ټولنې یې هرکلی وکړ

‏‏د افغان سیاسي څېرو د راستنېدو ځانګړي کمېسیون؛ اروپایي ټولنې یې هرکلی وکړ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۲۶مه او د مارچ ۱۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وان برانټ، د افغان حکومت له خوا افغانستان ته د سیاسي څېرو راستنولو په موخه د کمېسیون له جوړېدو هرکلی کړی دی.
برانټ په یو ټوېټ کې لیکلي چې که د اسلامي امارت دا پرېکړه سمه وي، دا د راتلونکي حکومت د مشروعیت او د افغاني ټولنې ټولو برخو ته د پراخې تګلارې یوه برخه ده.
د ا.ا.ا حکومت د «بېلابېلو افغان شخصیتونو» بېرته ستنېدو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.
دا کمېسیون د «د بېرته ستنېدو او ارتباط کمېسیون» تر عنوان لاندې جوړ او د اسلامي امارت حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب ‌الدین دلاور یې رهبري کوي.
تراوسه د دې کمېسیون د فعالیت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
د اسلامي امارت په راتګ سره مخکینیو ډېری حکومتي چارواکو افغانستان پرېښود خو د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو له پخوانیو چارواکو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس