معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏‏ا.ا د اقتصادي کمېسیون؛ خام نفتي مواد به د پروسس لپاره خصوصي سکتور ته ورکول کېږي

‏‏ا.ا د اقتصادي کمېسیون؛ خام نفتي مواد به د پروسس لپاره خصوصي سکتور ته ورکول کېږي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور لومړۍ او د اپرېل ۲۱مه نېټه ده) له دې وروسته د نفتو دولتي شرکت کولی شي له بهرنیو هېوادونو خام مواد وارد کړي.
د ریاست الوزارء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون په یوه تازه پرېکړه کې د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوري له نورو هیوادونو د خامو موادو راوړلو طرحه د پلي کېدا وړ وبلله.
کمېسیون وايي چې د خامو نفتي موادو راوړل په دولتي شرکت پورې منحصر دي او تر راوړو وروسته به د تصفیې او پروسس لپاره خصوصي سکتور ته ورکول کېږي.
دغه راز د ماليې وزارت، د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته دنده وسپارل شوې، څو د “د افغانستان بانک” لخوا د صرافانو لپاره پر جوړې شوې طرحې بيا کتنه وکړي.
د یادې طرحې له مخې په کار ده چې صراف د کار جواز ولري او افغانستان بانک ته ۵ ميليونه افغانۍ د ضمانت په توګه ورکړي.
د کمېسیو ناسته کې دا هم ویل شوي، چې د پولي خدماتو شرکت بايد له بانک سره ۵۰ ميليونه افغانۍ نقدي پانګه ولري؛ خو د صرافانو ټولنه شکايت کوي چې دغه شرايط سخت دي او دوى یې نشي عملي کولى.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس