معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏‏امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي

‏‏امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب دوهمه نېټه) د امریکا د دفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په جلا جلا نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي.
سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت وایي چې لا هم د دغه کډوالو د مېشتېدو بهیر پېچلې دی او امریکایي حکومت هڅه کوي چې په مسوولانه توګه دوی ته د اوسېدو ځای پیدا کړي.
تر دې وړاندې زرګونه افغان کډوالو په نظامي اډو کې له پاتې کېدو شکایت کاوه او په خبره یې امریکايي حکومت یې پر وړاندې بې پروایي کوي. له دې سره جوخت لا هم د ۱۰ زرو په شاوخوا کې افغان کډوال په ابوظبهي کې پاتې دي او د قطر په نظامي اډه کې هم افغان کډوال د لېږد لپاره په تمه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس