معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏کوګلمن د ثبات لپاره له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې مهمې بللي

‏کوګلمن د ثبات لپاره له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې مهمې بللي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) له افغانستان سره بشردوستانه مرستې او ديپلوماتیکې اړیکې د ټولو اړخونو په ګټه دي.
په وېلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان او مرکزي اسیا د مسایلو څېړونکي مایکل کوګلمن ویلي افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د نوموړې په خبره که نړۍ دا تمه لري چې له افغانستان چا ته ګواښ جوړ نه شي، نو لار یې دا ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستو او ډيپلوماټیکو خبرو ته ادامه ورکړي.
کوګلمن وایي امریکا هم دمګړی همدا تګلاره غوره کړې ده، چې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو پرته له افغانستان سره ډيپلوماټیکې اړیکې ولري او د دغه هېواد د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.
نوموړی وایي ښايي په افغانستان کې د نوي حکومت پر وړاندې مخالفتونه وي، خو هغه کمزوري دي او ښايي حکومت یې پر وړاندې مبارزه وکړی شي. کوګلمن د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې افغانستان دې نه هېروي او له دغه هېواد سره دې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس