معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏چین راتلونکې دوشنبه افغانانو ته د ویزو ورکړه پیلوي

‏چین راتلونکې دوشنبه افغانانو ته د ویزو ورکړه پیلوي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۸مه او د جولای میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې سر له دوشنبې به افغانانو ته ویزه ورکوي او پر ۹۸ سلنه افغان صادراتو به مالیه نه اخلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې وړمه ورځ یې په ازبکستان کې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې پر لویدیځ غږ کړی دی چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس