معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏په ناړۍ ولسوالۍ کې د کونړ سیند ته استنادي دېوال جوړېږي

‏په ناړۍ ولسوالۍ کې د کونړ سیند ته استنادي دېوال جوړېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند له اوبو څخه د سړک ژغورلو په موخه د استنادي دیوال جوړولو چارې پیل شوي دي.
د دې ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وايي، د ناړۍ ولسوالۍ اړوند خونانو کڅ کې د سیند اوبو سړک سره نږدې سیمې ویجاړې کړې وې.
د دې ولایت د ټولګټو چارو سرپرست رییس مولوي معاذ رسنیو ته وویل: “یاد دیوال ۷۰ متره اوږدوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري چې د ۸ نیم میلیونو افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي، دې دیوال کې په لسګونو کسانو ته د کار کولو زمېنه برابره شوې ده.”
د معاذ په خبره د کونړ ډېری سیمو کې سیند او یا هم بارانونو سړکونه یا ویجاړ کړي او یا هم د ویجاړېدو ګواښ سره مخ دي چې په وینا یې جوړول يې اړین دي .
نوموړي له باید مرستندویه ادارو او مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د یادې ستونزې هواري کې دې ورسره مرسته وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس