معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏په انقره کې د کابل سفارت له غړو سره د متقي ناسته؛ ډ ټولو ستونزو لامل د بهرنیانو شتون و

‏په انقره کې د کابل سفارت له غړو سره د متقي ناسته؛ ډ ټولو ستونزو لامل د بهرنیانو شتون و

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان د سفارت له غړو سره کتلي دي.
متقي وايي، اسلامي امارت تل په دې ټینګار کاوه، چې د افغانستان لویه ستونزه د بهرنیانو شتون او لاسوهنه ده او که دوی ووځي افغانان په خپلو منځونو کې هیڅ ستونزه سره نه لري.
د متقي په خبره، نن نړیوالو ولیدل چې افغانان څومره په اسانۍ هوکړې ته رسېدای شي او ستونزې هوارولی شي.
نوموړي د دوحې د مذاکراتو د ناکامۍ په اړه وویل، چې مقابل لوری یې په یو نظر نه و.
متقي زیاته کړه: «د اشغال د پای لپاره کلونه جهاد او مذاکرې روانې وې، مونږ هڅه کوله څو مسله د خبرو له لارې حل شي، خو په دوحه کې وروستي مذاکرات بریالي نه شو، لامل یې دا و چې مقابل اړخ په یو نظر نه و. له یو او بل اړخه یې هدایات تر لاسه کول، بیا اړ شو چې د کابل ادارې له نظامیانو سره اړیکه ونیسو او ومو کولی شو چې بریالي شو».
هغه څرګنده کړه، اوس چې خلک کولی شي، له وېرې پرته یو او بل ځای ته سفر وکړي، سوداګري روانه ده او ۲۴ ګړۍ ټرانسپورټ وي دا لویه لاس ته راوړنه ده، چې تېر نظام د نړیوالو په مرسته و نشو کړی.
متقي وویل، نړیوال د ټولګډونه حکومت جوړېدل غواړي، په داسې حال کې چې هغه حکومتونه چې دوی ټولګډونه ګڼل، د خلکو سر په کې خوندي نه و او اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان و.
نوموړي دا هم وویل، چې په راتګ سره یې له هېواده د کدرونو د ویستلو لپاره پراخ تبلیغات وشول او اسلامي امارت یې په انتقام اخستنه تورن کړ خو ټینګار یې وکړ چې له دې دسیسې په بریالي توګه را ووتل.
د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، که څه هم نړیوال بنسټونه له تېر ژمي په وېره کې و خو اسلامي امارت وکولی شو چې د خلکو ستونزو ته ورسي او د اړمنو لاسنیوی وکړي.
هغه وویل چې ټول هېوادوالو ته په کار ده څو د افغانستان د جوړولو لپاره سره لاس ور کړي او له منفي تبلیغاتو او کشمکشونو لاس واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس