معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏هند د غنمو درېمه جوپه افغانستان ته رالېږي

‏هند د غنمو درېمه جوپه افغانستان ته رالېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) هندي حکومت ویلي، چې د زېږدیز کال په روانه میاشت کې د مرسته شویو غنمو ۳مه جوپه چې ۸ زره ټنه غنم دي، افغانستان ته لېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وایي هېواد یې له افغانانو سره چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له لا زیاتې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي دا غنم مرسته کوي.
هند له افغانستان سره ټوله د ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرسته اعلان کړې چې تر دا مهاله یوازې ۲ زره ټنه غنم هېواد ته رسېدلي دي.
دغه غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته استول کېږي.
ورته مهال رویټرز اژانس بیا راپور ورکړی چې ښايي پاکستان د هندوستان د غنمو جوپې داسې په اسانه افغانستان ته پرې نه‌‌ ږدي، ځکه پاکستان له ډېر پخوا راهیسې د هند د ټرانزیټ مالونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس