معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏مولوي برادر پانګوالو ته: راشئ په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ

‏مولوي برادر پانګوالو ته: راشئ په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) افغان حکومت وایي په هېواد کې پانګونې ته بشپړې اسانتیاوې برابروي.
د افغانستان د ا.ا د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د خصوصي سکټور په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره بشپړ فرصت او امنیت برابروي.
هغه له په بهر کې له مېشت افغان پانګوالو غوښتي، چې راشي اوخپل هېواد کې پانګونه وکړي.
‏مولوي برادر زیاته کړه: ”افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، نو افغانان او افغان پانګه وال ولې نورو هیوادونو کې ژوند کوي؟ له دوی غواړم څو بېرته خپل هیواد ته راشي قدر او عزت یي دلته ډېر دی ”.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم پرون په یوکراین کې له مېشتو افغان پانګه والو وغوښتل څو خپله پانګه افغانستان ته راولېږدوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس