معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏مجاهد وايي په غیر قانوني ډول بهر ته د تلو مخه نیسي

‏مجاهد وايي په غیر قانوني ډول بهر ته د تلو مخه نیسي

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د خپلو تېرې ورځې د خبرو په تړاو ویلي، بهر ته د افغانانو د تللو په تړاو یې د خبرو موخه دا وه چې اسناد نه لرونکي، غیر اصولي او په قاچاقي ډول بهر ته د تګ مخنیوی کوي.
دی وايي هغه سفرونه چې هیوادوال له خطر سره مخ کوي منعه دي.
مجاهد ټینګار کوي هغه هیوادوال چې قانوني اسناد یا بلنلیکونه ورسره وي له هیواده د باندي سفرونه کولی شي او هم کولی شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته راشي.
ذبیح الله مجاهد تېره ورځ (یکشنبه د کب ۹مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې نیولې کېږي.
نوموړي یوه ورځ وروسته د خپلو خبرو په اړه وضاحت ورکړ او وايي چې په غیر قانوني لارو د تګ مخ نیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس