معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏مالیزیا: له افغان حکومت سره اړیکو او افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

‏مالیزیا: له افغان حکومت سره اړیکو او افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د مالیزیا بهرنیو چارو د وزير له ځانګړي سلاکار داتو احمد اعظم عبدالرحمن او مل لوړ پوړي پلاوي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې په سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بانکي سکتور، د زده‌کړو په بهير او دوه اړخيزو همکاریو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي له یاد پلاوي غوښتي، چې له افغانانو سره د اسلامي بانکدارۍ، تعلیمي بورسونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
مالیزیايي پلاوي ډاډ ورکړی، چې له افغان حکومت سره به اړیکو ته دوام ورکوي.
دغه ‌راز مالیزیا په دې لټه کې ده، چې پرمختګونه رامنځته او له افغانانو سره تلپاتې همکارۍ وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس