معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏له افغان سوداګرو سره د کرزي لیدنه؛ ملګرو ملتونو ټولنه دې له افغان سوداګرو سره مرستې وکړي

‏له افغان سوداګرو سره د کرزي لیدنه؛ ملګرو ملتونو ټولنه دې له افغان سوداګرو سره مرستې وکړي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو سره وکتل.
په دې ناسته کې سوداګرو په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو له ټولنې يې وغوښتل چې له دغه هېواد سره د همکارۍ په موخه دې د مرستو رسولو توکي له دننه وپېري.
د ده په وینا تر څو د سوداګرو لپاره د لا زیات فعالیت او د هیواد د اقتصادي ولاړ څرخ وګرځي.
د غونډې ګډونوالو ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه وکړه، دوی وویل چې د ښوونځیو تړل د هېواد له پرمختګ سره په ټکر کې چاره ده.
پخوانی ولسمشر له افغان سوداګرو سره په ټولو چارو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د نجونو تعلیم یې د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه وګڼله.
هغه ټینګار وکړ چې هر څه ژر دې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس