معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏عمر ګل رسما د افغانستان لوبډلې لپاره د توپ اچوونې د روزنکي په توګه دنده پیل کړه

‏عمر ګل رسما د افغانستان لوبډلې لپاره د توپ اچوونې د روزنکي په توګه دنده پیل کړه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۵مه او د مۍ میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونې تازه ټاکل شوی روزونکی عمر ګل وايي، د خوارېکښو افغان لوبغاړو د روزنې دنده به په لیوالتیا مخکې وړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی.
عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی.
عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له افغان لوبډلې سره له لنډ‌مهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت مني.
۳۹ کلن عمر ګل د پاکستان لپاره د ټېسټ کرېکټ په ۴۷ لوبو کې ۱۶۳ وېکېټې په ۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹ او په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ وېکټې اخیستي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس