معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏روغتیايي مرستې؛ عربي امارتو د پکتیکا زلزله ځپلو ته روغتون فعاله کړی

‏روغتیايي مرستې؛ عربي امارتو د پکتیکا زلزله ځپلو ته روغتون فعاله کړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۳مه او د جولای میاشتې ۴مه نېټه ده) د متحده عربي اماراتو یو سیمه ییز روغتون د افغانستان په زلزله ځپلې پکتیکا کې فعاله شو.
د اماراتو د دولتي خبري اژانس له مخې د دغه روغتون وسایل او تجهیزات وړمه ورځ له اماراتو نه افغانستان ته استول شوي وو.
په دغه روغتون کې چې په زر متره مربع ساحه کې فعاله شوی پنځه اویا بسترونه، ۲۵ اکسیجن ډبې، دوه مجهزې عملیات خونې او د بېړنیو صحي مرستو وسایل شامل دي.
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفیر عیسی الداهیري ویلي چې هېواد یې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زاید هم امر کړی چې د زلزله ځپلو د چټکې مرستې په هدف دې یو هوايي دهلیز هم فعاله شي.
د پکتیکا او خوست زرګونه کسانو ته د جون په ۲۲ په یوې قوي زلزله کې مرګژوبله اوښتې ده او لا هم ګڼ ټپيان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس