معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ‏د کورنیو چارو وزیر: بهر ته تللي افغانان دې خپل هېواد ته راشي

‏د کورنیو چارو وزیر: بهر ته تللي افغانان دې خپل هېواد ته راشي

ګهیځ: نن شنبه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د کورنیو چارو وزارت له هغو افغانانو څخه هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې، چې نورو هېوادونو ته تللي دي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني د ملي پوليسو اکاډمۍ د کمېسارانو په فراغټ غونډه کې د وینا پر مهال، راستنېدونکو کسانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړ.
هغه وویل: ”بهر ته تللي کسان دې بېرته هېواد ته راستانه شي؛ د عمومي بښنې پر بنسټ به دوی ته هېڅ ګواښ نه وي او د سر او مال ساتنه به یې کېږي”.
نوموړی وايي، چې د شل کلنې مبارزې موخه یې د اشغال ختم، د هېواد آزادي او په افغانستان کې د اسلامي نظام ټينګول و چې او س ورته رسېدلي دي.
سراج الدین حقاني په خپله وینا کې په دولتي ادارو کې د ښځو فعالیت ته هم نغوته وکړه او په دې تړاو یې وویل، ”دا چې ویل کېږي، ښځو د تعلیم او کار اجازه نه ورکول کېږي، خو دا دې زموږ خوېندې په دې مراسمو کې راسره شته، د فراغت سندونه اخلي او په خدمت ګومارلې کېږي”.
خو نوموړي په همدې وینا کې زیاته کړه، چې هر ملت خپل کلتور او دود – دستور لري او باید دوی له خپلو اصولو تېرېدو ته اړ نه ایستل شي. د حقاني په وینا، نړیوال دې له دوی سره په دې اړه چنې نه وهي او نه دې هم دا د ځان لپاره پېغور او ګواښ بولي.
دا لومړی ځل دی، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رسنیو پر مخ را څرګندېږي، اسلامي امارت د رسنیو پر مخ د نوموړي د نه ښکاره کېدو دلیل امنیتي لاملونه بلل.
په داسې حال کې چې سراج الدین حقاني لا هم د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (ایف بي ای) ته د مطلوبو کسانو په نوملړ کې دی او پر سر یې نغدي جایزه هم ټاکل شوې ده.‌

سراج الدین حقاني د پخواني جهادي مشر جلال الدین حقاني زوی او د اسلامي امارت مرستیال مشر پاتې شوی دی.
پر افغانستان د ا.ا بیا واکمنېدو وروسته نوموړی د کورنیو چارو وزارت لپاره سرپرست وزیر ونومول شو.‌
په تېرو څو میاشتو کې نوموړي د افغانستان ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړي او همدا راز یې کابل کې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون ګڼو بهرنیو چارواکو او سفیرانو سره هم کتلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس