ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) دا لومړی ځل دی چې د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې د سترګو د درملنې برخه په کار پیل کوي.
د پکتیکا د عامې روغتیا رییس حکمت الله عصمت وايي، چې د سترګو د درملنې برخه یې د ماشومانو د مالي ملاتړ صندوق یا یونېسف په مرسته فعاله کړې ده.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/02/photo_2022-02-13_02-51-33-660x330.jpg)