معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د پکتیکا زلزله ځپلو سره مرستې؛ احساس خیریه بنسټ وايي اوږد مهاله مرستې او بنسټیز کارونه کوي

‏د پکتیکا زلزله ځپلو سره مرستې؛ احساس خیریه بنسټ وايي اوږد مهاله مرستې او بنسټیز کارونه کوي

‏ احساس خیریه بنسټ وايي د پکتیکا له زلزله ځپلو سره اوږد مهاله مرستې او د هغوی لپاره بنسټیز کارونه کوي.
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۶مه او د جون میاشتې ۲۷مه نېټه ده)
احساس خیریه بنسټ له خپل کاري ټیم سره د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه هلته تللي دي.
دوی وايي، په برمل او ګیان کې به د اوږد مهال لپاره پاتې شي، څو له خپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه هغوی ته بنسټیز کارونه وکړي.
احساس وايي، د زلزلې زیانمنو کسانو ته د هستوګنې کورونه، څښاک لپاره د پاکو اوبو برابرول او بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو او روزنیز مرکزونه جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس