معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره ۳۰۰۰ کسیزه قطعه جوړېږي

‏د ټاپي پروژې امنیت ساتنې لپاره ۳۰۰۰ کسیزه قطعه جوړېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ راز امنیتي خنډ نه شته دی خو د دغې پروژې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه جوړوي.
د یاد وزارت په وینا، د دې قطعې د رامنځته کېدو پر طرحه کار پیل شوی او ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.
د وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې دغه قطعه به د ټاپي پروژې د پلي کېدو په ساحو کې د امنیت ساتنې دنده پر غاړه ولري. خوستي زیاته کړې ده چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تر څنګ د استخباراتو عمومي ریاست د ټاپي پروژې د امنیت د ټينګښت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده چې د کانونو وزارت هم ویلي چې اسلامي امارت واک ته تر رسېدو مخکې هم د ګازو د نل ‌لیکې د امنیت په تړاو ترکمنستان ته ډاډ ورکړی و، اوس هیڅ ډول ستونزه نشته او دغه پروژه باید هر څه ژر پیل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس