معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏د هېواد په سوېل کې څاه ته د ماشومانو د غورځېدو دوه تازه پېښې، یو ماشوم ژغورل شوی

‏د هېواد په سوېل کې څاه ته د ماشومانو د غورځېدو دوه تازه پېښې، یو ماشوم ژغورل شوی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان په سوېل هلمند او کندهار ولایتونو کې یو ځل بیا څاه ته د ماشومانو د لوېدلو دوه نورې پېښې شوي، خو دا ځل یو ماشوم ژغورل شوی دی.
ځایي چارواکو په خبره، تېره ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د محمد ګل په نوم یو ماشوم د برمې ۸۰ متره ژورې څا ته لوېدلی و.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې ویلي چې ماشوم د څا په ۵۵ مترۍ کې بند پاته و چې د سیمې خلکو له خوا ژغورل شوی دی.
که څه هم پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې د ماشوم پر بدن ټپونه ښکاري، خو چارواکو یې د روغتیایي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی.
دغه راز ویل کېږي چې نن د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې يوه پنځه کلنه نجلۍ په ژورې څاه کې غورځيدلې چې چارواکو يې د را ايستلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
څه موده وړاندې په زابل کې ورته پېښه وشوه چې له ډېرو هڅو سره سره څا ته لوېدلی ماشوم ومړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس