معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي؛ اروپايي ټولنې یې په تړاو حامد کرزي ته اعلامیه سپارلې

‏د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي؛ اروپايي ټولنې یې په تړاو حامد کرزي ته اعلامیه سپارلې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ‎دغه هېواد کې د اروپایې ټولنې د سفیر له مرستیال آرنوټ پاویلز سره وکتل.
پاویلز پخواني ولسمشر ته هغه اعلامیه وسپارله، چې د اروپايي ټولنې له خوا ورکړل شوې وه.
د اروپایي ټولنې په دغې اعلامیه کې په ‎افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د سملاسي پرانیستلو غوښتنه شوې.
د غوښتنې سر بېره په دې اعلامیه کې د نجونو د زده کړې پر اړتیا او په معناداره توګه په ټولنه کې د ښځو د هراړخیز رول په اړه یادونه شوې.
حامد کرزي د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کړی او په هېواد کې یې د نجونو د ښوونځیو پر بېړني خلاصون ټینکار وکړ.
تمه وه چې د وري په دریمه د نجونو پر وړاندې له لومړي تر دولسم ټولګي ټول ښوونځي پرانستل شي، خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې په دې تړاو د دوی طرحه لا وروستۍ شوې نه ده.
د دوی په وینا د طرحې له وروستۍ کېدو وروسته به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس