معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د مقاومت په نوم وسله واله ډله فزیکي شتون نه لري

‏د مقاومت په نوم وسله واله ډله فزیکي شتون نه لري

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غوايي یا ثور ۱۸مه او د مۍ میاشتې ۸مه نېټه ده) حکومتي چارواکي وايي د «مقاومت جبهې» په نوم کومه وسلواله ډله په افغانستان کې عملي او فزیکي شتون نه لري.
مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې وویل، چې دوی پر ټولو سیمو واکمن دي.
نوموړي ويلي:”موږ خو د مقاومت د جبهې په نوم څوک نه پېژنو، هغه باغي او شریرې ډلې چې په فېسبوک او ټویټر کې څه ادعاوې کوي، په عملي ډګر کې څه نه لیدل کېږي.”
تر دې وړاندې د مقاومت جبهې په نوم د حکومت مخالفې ډلې ځینو رسنیو ته په پنجشېر او تخار کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې او ځینو سیمو د نیولو ادعا کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس