معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ‏د قوش تپې کانال رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

‏د قوش تپې کانال رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۱مه او د جون لومړۍ نېټه ده) د افغانستان د ملي پراختیا شرکت خبر ورکړی، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکلې مودې مخکې پای ته ورسېږي.
د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش اسلامي امارت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدلي او دا خبره یې کړې ده.
د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه د عطاش له قوله لیکلي، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په سم ډول روانې دي او له ټاکل شوې مودې مخکې به بشپړې شي.
نوموړي د قوش تپې کانال د افغانستان مهمه ملي پروژه ګڼلې ده او ویلې یې دي چې د دې ترڅنګ په ځینو نورو پروژو هم کار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس